د ناروې د کډوالو لپاره د پناه ورکولو شورا رییس یان ایګلنډ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایګلنډ نن یکشنبې د تلې ۴ مه کابل ته رارسېدلی دی.
دی وايي، کابل ته یې په دې هدف سفر کړی، چې ممکن افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلي و، خو په وینا یې د اقتصاد غورځېدا، وچکالي او بې ځایه شوي کډوال یې د ناامیدۍ او اندېښنې وړ ګرځېدلي دي.
نوموړي ویلي، چې افغانستان ته یې وروستی سفر په ۲۰۱۹ کې کړی او اوس دغه هېواد د تېر په پرتله زیات بدلون کړی دی.
د ناروې د کډوالو رییس پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې د طالبانو د واک ته رسېدو سره سم یو ځل بیا د افغان کډوالو بهیر مخ په لوېدیځو او ګاونډیو هېوادونو پیل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل