کام ایر شرکت د خبریالانو پر ځای خپل کارکوونکي بهر ته ایستلي

4 میزان 1400 ساعت 8:49

بلومبرګ شبکې په یوه راپور کې د کام ایر شرکت له یوې رسوايۍ پرده پورته کړې وايي، د دغه شرکت مسوولینو د افغان خبریالانو پر ځای خپل خپلوان او کارکوونکي له افغانستان څخه ایستلي دي.


بلومبرګ شبکې په یوه راپور کې د کام ایر شرکت له یوې رسوايۍ پرده پورته کړې وايي، د دغه شرکت مسوولینو د افغان خبریالانو پر ځای خپل خپلوان او کارکوونکي له افغانستان څخه ایستلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شبکې په راپور کې ویلي، ټاکل شوې وه د اګست د ۳۰ مې په پرواز کې کام ایر شرکت ۱۸۸ افغان خبریالان او مدني فعالان له افغانستان څخه ابوظبۍ او له هغه ځایه مکسیکو ښار ته ولېږدوي.

خو په وینا یې کله چې الوتکه ابوظبۍ ته رسېدلې ګوري، چې دغه شرکت د خبریالانو پر ځای ۱۵۵ نور مسافر راوړي، چې ټول یې د کام ایر شرکت کاروونکي او د هغوی د کورنیو غړي دي.

سرچینه وایي، د کام ایر دغه کار د متحده عربي اماراتو په بهرنیو چارو وزرات کې ګنې امنیتي او مهاجرتي اندېښنې رامنځ ته کړې، ځکه دا مسافر جدي نه دي ارزول شوي او دا دې لامل شوی، چې د دغه برنامې ډېری مالي ملاتړکوونکي غوصه کړي.
 
بلومبرګ زیاته کړې، چې د دې موضوع په اړه یې د کام ایر څخه هم د نظر غوښتنه وکړه، خو هغوی ځواب ورنه کړ.
 
د یادونې ده، چې وړاندې سیلیکون ولی د لینکدن د دوه شرکتو او فسبوک په ګډون د ۱۸۸ خبریالانو او مدني فعالانو، چې له ګواښ سره مخ دي د ایستلو بودیجه ورکړې، خو کام ایر خپل کسان پرې ایستلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142914

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142914/

جمهور
  https://www.jomhornews.com