امریکا: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته اجازه نه ورکول کېږي

3 میزان 1400 ساعت 12:22

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مکېنزي وايي، ترهګر په افغانستان کې وده نه شي کولی او نه هم اجازه ورکول کېږي.


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مکېنزي وايي، ترهګر په افغانستان کې وده نه شي کولی او نه هم اجازه ورکول کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مکېنزي په تازه څرګندونو کې ویلي، د هوکړې له مخې طالبانو په افغانستان کې هېڅ ترهګرۍ ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه هم له دې هېواده نور سیمو ته ګواښونه متوجه کېدلی شي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې له همدې امله په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او که کوم ګواښ جوړ شي نو امریکا یې پر وړاندې په مستقیمه توګه اقدام کولی شي.

دی وايي، دوی په سیمه کې قوي حضور لري، د ترهګرو ډلو مرکزونه څاري او د ګواښونو د جوړېدو په صورت کې یې پر وړاندې اقدام کوي چې د چا اجازې ته هم اړتیا نه لري.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبان وایي، په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه هم کوم بهرنی هېواد دلته د مداخلې حق لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142892

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142892/

جمهور
  https://www.jomhornews.com