۰
امیرخان متقي:

له نړیوالو سره ښې اړیکو غواړو، بې ځایه فشارونه دې نه راوړي

پنجشنبه ۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۴
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، افغانستان له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره ښیې اړیکې غواړي، او غوښتنه یې دا ده، چې نړۍ دې هم بې ځایه فشارونه بند کړي.
له نړیوالو سره ښې اړیکو غواړو، بې ځایه فشارونه دې نه راوړي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، افغانستان له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره ښیې اړیکې غواړي، او غوښتنه یې دا ده، چې نړۍ دې هم بې ځایه فشارونه بند کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې نن پنشنبې د تلې اوله د سوداګرۍ وزارت د معرفۍ په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت غواړي له نړۍ سره ښې اړیکې ولري او خپل هېواد په خپلو پښو ودروي او د سیالانو سیال یې کړي.

د هغه په وینا د افغانستان اسلامي امارت اوس هغه د ۲۰۰۱ امارت نه دی، بلکې اوس ډېرې ژورې رښې لري، ټول ولس یې متحد کړی، په بهرنۍ نړۍ کې یې سیاسي اړیکې پیاوړې کړې او هڅه کوي لا یې پیاوړې او پراخې کړي.

ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو، سیمې هېوادونو او په ټول کې د نړۍ سره اړیکې غواړي او له نړۍ یې غوښتنه همدا ده، چې پر افغانستان د بې ځایه فشارونه نه راوړي.

ده و ویل«د اسلامي امارت سیاسي اړیکې اوس هغه نه دي، چې په ۲۰۰۱ کې وې، اوس که څوک د فشارونو راوړلو هڅه کوي، ویې غځوي، اخر به پاتې وي، لکه څنګه چې ۵۰ هېوادونه راغلي و او اخر کې ۱۵ پاتې شول اوس به هم د فشارونو نتیجه همدا وي، چې فشار راوړنکي به یوازې پاتې کېږي.»

نوموړي زیاته کړه، چې یو امن، سوکاله او په خپلو پښو ولاړ افغانستان د ګاونډیو، سیمې او نړۍ په ګټه دی او په دې اړه یې له نړیوالو سره خبرې هم کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست و ویل«موږ دا خبره له نړیوالو سره هم شریکه کړې، له هغوی مو غوښتي، چې ناکاره تجربې باید تکرار نه شي، که هغوی بیا هم فشارونه راوړي، دا د دوی په زیان دي، ځکه افغان ولس سره که څوک یو قدم د دوستۍ اخلي نو موږ دوه قدمه ورمخ ته کېږو، او که څوک دښمني ورسره کوي، نو تاریخ شاهد دی، چې څه یې ورسره کړي دي.»

هغه وړاندې زیاته کړه«موږ له نړۍ سره ښې او دوه اړخیزه اړیکو غواړو، موږ ژمنه کړې، چې خاوره به مو د چا پر ضد نه کارېږي، خو که نړیوال فشارونه راوړي، نو دا به د هغه چا په ګټه وي، چې ټولنې نړۍ ته زیان رسوي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار وکړو چې که نړیوال دلته د نظام په ټینګولو کې مرسته وکړي او افغان ولس سوکاله ژوند ولري نو د ټولو په ګټه به وي.

نوموړي د بشري حقونو په تړاو د نړیوالو په وروستیو څرګندونو او فشارونو او دغه راز په بندیزونو هم کلکې نیوکې وکړې او د بشري حقونو بنسټونه یې په دوه ګوني چلند تورن کړل.

دی وایي، دا به انصاف نه وی، چې نړیوالې تولنې تر پرون پورې له یوې ناروغې افغان مورکۍ سره مرسته کوله او نن یې نه کوي او فشارونه او بندیزونه پرې لګوي.

ده و ویل«دا به انصاف نه وی، یو مور چې تر پرونه مو مرسته ورسره کوله، نن هم همغه مور ده، چې تا بندیز ورباندې لګولی، آیا د بشر حقونه هم دا دي، دا چې د بشر د حقونو نارې وهي، هغه مهال چې چېرې وو چې د طالبانو د ټولو عملیاتو په اندازه د دوی په یوه چاپه کې خلکو ته زیان اوښت، هغه وخت د بشر حقونه نه ضایع کېدل، اوس چې ټول په امن دي، ضایع کېږي؟»

نوموړي ټينګار وکړ، چې په بشري ټولنه کې به خامخا ستونزې وي خو مهمه دا ده، چې نظام یې مخینوی او د حل هڅې یې وکړي، چې په وینا یې دا وړتیا او صلاحیت د اسلامي امارت په نظام کې شته دی.

ښاغلي متقي دا هم ومنله چې په نظام کې به ځینې ستونزې وي، خو په خبره یې دوی هڅې ګړندۍ کړې تر څو دغه ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او یو په پښو ولاړ او د پردیو له خیراته خلاص افغانستان ولري.

ده و ویل«نظام مشکل لري، خو وخت ته اړتیا لري، چې سم شي، ځینې نیمګړتیاوې که وي هغه به حل شي، دا داسې نظام دی، چې خپل غلتي جبیره کولی شي، اسلامي امارت نظام سهامي شرکت نه دی جوړ کړی بلکې ټولو ته یې نظر کړی دی، که نیمګړتیا وي، په ګډه به یې حل کوو.»

د سوداګرۍ په اړه:

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې په لنډ وخت کې به د یو شمېر هېوادونو سره په پراخه کچه سوداګریزه راکړه ورکړه پیل شي او د خلکو اقتصاد به ورسره ښه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصاد د ښه کېدو په اړه یې له ځینو هېوادونو سره اړیکې نیولې او هغوی ته یې دا ویلی، چې د افغانستان له جغرافیايي موقعیت څخه د سوداګرۍ لپاره سالمه ګټه واخلي.

ښاغلي متقي په ورته وخت کې د سوداګرۍ وزارت نوې رهبرۍ او دغه راز سوداګرو ته اشاره کې و ویل چې اوس مسوولیت د دوی دی، چې څه ډول کولی شي، سوداګري پراخ او اقتصاد په خپلو پښو ودروي.

نوموړي دوی ته په خطاب کې و ویل«وزیر تجار، مرستیالان یې تجار، اسلامي امارت دا درته وټاکل، خوښه ستاسو دهو چې څنګه کار کوي، سړکونه خلاص دي، امنیت تامین دی، په ګمرکونو کې لانجې نشته، فساد نشته او نور د پلمو ځای نه دی پاتې او نورې پلمې د منلو هم نه دي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا د سوداګریزه او اقتصادي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت یو په خپلو پښو ولاړ افغانستان غواړي.

ښاغلي متقي وايي، هېواد په سوال او چندو نه چلېږي، بلکې هغه اقتصاد مهم او بقا لري، چې په خپلو پښو ولاړ وي نو ځکه د سوداګرو او سوداګرۍ وزارت مسوولیت جوړېږي، چې د یوه پایداره اقتصاد لپاره لاس په کار شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي