د افغانستان اسلامي امارت په تازه ګمارونو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت لپاره هم سرپرست او مرسیتالان معرفي کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د فرهنګي کمېټې غړی مولوي انعام الدین سمنګاني په خپل ټوېټر لیکلي، چې په کرنې وزارت کې درې چارواکي تازه په دندو ګمارل شوي دي.
د نوموړي په وینا مولوي عبدالرحمن راشد چې د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی، د کرنۍ وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
ښاغلي سمنګاني زیاته کړې، دغه راز مولوي عطالله عمري چې د فاریاب اوسېدونکی دی او مولوي صدراعظم چې د پکتیا اوسېدونکی دی، د یاد وزارت مرستیالان ټاکل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو د سرپرستې کابینې یو شمېر پاتې نور غړي هم معرفي کړي و، چې په کې حاجي نور الدین عزیزي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست او ډاکتر قلندر عباد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټاکل شوی و.
جمهورخبري آژانس:کابل