۰

ډبلیو اېف پي له افغانستان سره د ۲ سوه میلیون ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه

پنجشنبه ۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۱
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي وايي، ۲۰۰ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري تر څو په افغانستان کې اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
ډبلیو اېف پي له افغانستان سره د ۲ سوه میلیون ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي وايي، ۲۰۰ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري تر څو په افغانستان کې اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان د اقتصادي برخې مسوول عارف حسین پرون سه شنبې د وږي ۳۱ مه خبرداری ورکړی، چې ژمی په راتلو دی او افغانستان کې خوراکي توکو ته اړتیا مخ پر زیاتېدو ده.

نوموړي ویلي، په تېرو دوه اوونیو کې کابو ۵۰ سلنه افغان وګړي داسي دي، چې د یوه وخت ډوډۍ خوري او نور توان نه لري.

دی زیاتوي«اوس د دې وخت دی، چې موږ د دغه بجران ځواب و وایو او د دې لپاره موږ ۲ سوه میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لرو، تر څو له ژمني وړاندې خلکو ته خواړه ورسو.»

د خوړو نړیوال پروګرام د سروې پر اساس په اوس وخت کې یوازې ۵ سلنه افغانان داسې دي، چې کافي درې وخته خوراکي توکو ته لاس رسی لري.
 
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که له دوی سره بېړنۍ مرستې ونه شي نو شته زېرمې به یې له یوې میاشتې په لږ موده کې خلاصې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي