۰

امریکا له افغانانو سره مرسته کول غواړي، خو داسې نه چې د طالبانو د مرستې سبب شي

پنجشنبه ۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۵
ټایمز نشریې په یوه راپور کې ویلي، امریکا غواړي، له افغانستان سره شاوخوا ۶۴ میلیون ډالره بشري مرسته وکړي، خو هڅه کوي، دا مرسته په داسې بڼه تر افغانانو وروسوي، چې د طالبانو د مرستې سبب نه شي.
امریکا له افغانانو سره مرسته کول غواړي، خو داسې نه چې د طالبانو د مرستې سبب شي
ټایمز نشریې په یوه راپور کې ویلي، امریکا غواړي، له افغانستان سره شاوخوا ۶۴ میلیون ډالره بشري مرسته وکړي، خو هڅه کوي، دا مرسته په داسې بڼه تر افغانانو وروسوي، چې د طالبانو د مرستې سبب نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشريې زیاته کړې، امریکا وېره لري چې هسې نه د دوی بشردوستانه مرسته په یوه بڼه نه یوه بڼه د طالبانو د تقویې لپاره وکارول شي، ځکه دوی تر اوسه په رسمي توګه د نړیوالو له لوري نه دي پېژندل شوي.

په ورته وخت ځینو شنونکو هم دغه نشریې ته ویلي چې افغانستان ته د امریکا د یادو مرستو رسول قانوني مشکل لري او د مرستو د سمو لګولو او رسولو لپاره باید پر قانوني او سمو لارو چارو فکر وشي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبان وایي مستحقو کسانو ته د مرستو رسولو ته ژمن دي او ډاډ ورکوي چې د بشردوستانه مرستندویانو ژوند به خوندي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي