د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي او کابل کې د دغه هېواد له سفیر سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه پرون چهارشنبې د وږي ۳۱ مه شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا لپاره د رسنیو پر رول ټینګار کړی او د همکارۍ ژمنې یې سره کړي.
د سرچینې په وینا ملا خیرالله خیرخوا ویلي، افغانستان او پاکستان ډېر مشترکات لري او رسنۍ به یې د پياوړتیا لپاره کار وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل