۰

د زندانونو د سمون ادارې ټول پرسونل بېرته خپلو دندو ته غوښتل شوی

چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۲
د افغانستان د اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې له خپلو ټولو ملکي او نظامي پرسونل غوښتي، چې خپلو دندو ته حاضر شي.
د زندانونو د سمون ادارې ټول پرسونل بېرته خپلو دندو ته غوښتل شوی
د افغانستان د اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې له خپلو ټولو ملکي او نظامي پرسونل غوښتي، چې خپلو دندو ته حاضر شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زندانونو چارو د سمون ادارې په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغې ادارې ټولو ملکي او نظامي پرسونل ته خبر ورکول کېږي، چې د ادارې د رهبرۍ له لارښوونې سره سم بايد خپلو دفترونو ته پر ټاکل شوي رسمي وخت حاضر شي.

په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوي، چې د غيابت په صورت کې د ادارې د اصولو مطابق غيرحاضر او د اوږدې مودې غيابت په صورت کې به د نافذه معيارونو او اصولو په رڼا کې له دندې لرې او منفک شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د کابل د هوايي ډګر پرسونل او دغه راز د یو شمېر نورو ادارو له مامورینو هم غوښتل شوي و، چې خپلو دندو ته حاضر شي.

اسلامي امارت وايي، په تدریج سره به د ټولو ادارو هغه که ملکي دي او که نظامي خپلو دندو ته وغوښتل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي