۰

ناپېژانده وسله والو جلال آباد کې درې تنه په ډزو و وژل

چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۸
راپورونه وایي، ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې نامعلومه وسله والو کسانو درې تنه په ډزو و ووژل او له سیمې په تېښتنه بریالي شول.
ناپېژانده وسله والو جلال آباد کې درې تنه په ډزو و وژل
راپورونه وایي، ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې نامعلومه وسله والو کسانو درې تنه په ډزو و ووژل او له سیمې په تېښتنه بریالي شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي سرچینې وايي، پېښه نن چهارشنبې د وږي ۳۱ مه سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال آباد ښار د اوومې ناحیې اړوند سرحدي لوا ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تایید کړې، چې نامعلومه وسله والو په یاده سیمه کې پر ملکي وګړو ډزې کړې او درې تنه یې وژلي دي.

د دغه ریاست څخه رسنیو ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې بریدګر د پېښې له سیمې په تېښته بریالي شوي خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

بل خوا ځینې ځايي سرچینو ویلي، په وژل شویو کسانو کې دوه تنه طالبان او یو عام وګړی شامل دي.

سرچینې زیاته کړې، وسله وال کسان په یوه رېکشا کې ناست و او په دغلته په لار ولاړو دوه طالبانو یې برید وکړ او وروسته وتښتېدل.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په جلال آباد کې یو ځل بیا چاودنو زرو اخیستی، چې د طالبانو تر څنګ یې ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم د نني برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی خو تر دې وړاندې د څو چاودنو مسوولیت بیا داعش وسله والو په غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي