د جنوبي کوریا حکومتي چارواکي وايي، هېواد به یې راتلونکی کال له افغانستان سره به بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جنوبي کوریا حکومت زیاته کړې، چې دوی د شاوخوا ۱۹،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت په راتلونکي میلادي کال کې په افغانستان کې د ځينو انکشافي پروژو د پیلولو پلان لري.
سرچینې زیاته کړې، جنوبي کوریا غواړي، دغه پیسې په افغانستان کې د ظرفیت لوړونې او پالیسي جوړونې په برخه کې ولګوي.
د یاد هېواد چارواکو رسنیو ته ویليؤ له جګړه ځپلي افغانستان سره مرسته کول د نړیوالو مسوولیت دی او دوی هم غواړي ددغه هېواد په بیا رغونه کې رغنده رول ولوبوي.
جمهورخبري آژانس:کابل