۰

طالب مشرانو د نړۍ د اسلامي علماوو د ټولنې رییس سره لیدلي

یکشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۴
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي د نړۍ د اسلامي علماوو د ټولنې له رییس دکتور احمد الریسوني او سرمنشي دکتور علي قره داغي سره کتلي.
طالب مشرانو د نړۍ د اسلامي علماوو د ټولنې رییس سره لیدلي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي د نړۍ د اسلامي علماوو د ټولنې له رییس دکتور احمد الریسوني او سرمنشي دکتور علي قره داغي سره کتلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر سیاسي دفتر کې د طالبانو ویاند نعیم وردګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دغه لیدنه پرون شنبې د وږي دوحه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې،  ښاغلي ستانکزي د مسلمانو علماوو له ټولنې څخه له دې امله مننه وکړه چې له هر چا مخکې يې داسلامي امارت څخه د ملاتړ او ور سره همکارئ اعلان وکړ.

نوموړي زياته کړه دا په حقيقت نه يوازې د اسلامي نړئ د علماوو بلکې داسلامي امت له خوا د اسلامي امارت په رسميت پېژندل دي.

ښاغلی نعیم وايي، د مسلمانو علماوو نړيوالې ټولنې يو ځل بيا د اسلامي امارت د تاييد تر څنګ له خپله اړخه د همکارئ ژمنه وکړه.

د وردګ په وینا په ناسته کې د افغانستان په فعلي او راتلونكي وضعيت هم خبرې وشوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي