۰

یونیسف:نجونې باید له زده کړو محرومې نه شي

یکشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۵
د ښوونځیو په اړه د پوهنې وزارت د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف ویلي، نجونې باید له زده کړو بې برخې نه شي.
یونیسف:نجونې باید له زده کړو محرومې نه شي
د ښوونځیو په اړه د پوهنې وزارت د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف ویلي، نجونې باید له زده کړو بې برخې نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوهنې وزارت پرون په یوه اعلامیه کې هلکانو ته ښوونځیو ته د ورتګ بلنه ورکړه، خو د نجونو په اړه یې څه ونه ویل.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په افغانستان کې له اوږدو رخصتیو وروسته د هلکانو د متوسطو پر پرانیستل کېدو خوښ دي او هرکلی یې کوي خو زیاتوي چې نجونې باید له زده کړو محرومې نه شي.

د یادې ادارې اجرایې مشر، هنریتا فور ویلي چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو موضوع اندېښمن کړي دي.

 نوموړې څرګنده کړې چې سږکال ۴.۲ میلیونه ماشومانو په ښوونځیو کې نوملیکنه کړې چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي او دا شپیته سلنه نجونې باید په هیڅ صورت له زده کړو محرومې نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي