۰
د بښنې نړیواله سازمان:

امریکا باید د ډرون په برید کې د وژل شویو افغانانو کورنۍ ته تاون ورکړي

یکشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۶
 د بښنې نړیوال سازمان وایي، د امریکایي ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل یو بوږنوونکی او د نه بښلو وړ عمل و.
امریکا باید د ډرون په برید کې د وژل شویو افغانانو کورنۍ ته تاون ورکړي
 د بښنې نړیوال سازمان وایي، د امریکایي ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل یو بوږنوونکی او د نه بښلو وړ عمل و.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې چارواکو ویلي، امریکا منلې چې تر وتلو څو ساعته مخکې یې په ډرون برید کې ملکي وګړي وژلي، چې دا خبره یوازې په منلو نه حل کېږي.

سرچینې زیاته کړې، اوس چې امریکا د ملکي وګړو وژل کېدل منلي، باید په دې اړه څېړنې ډېرې شي، اصلي مسوولین یې باید د قانون منګولو ته وسپاري او د ټولو پلټنو معلومات دې د قربانیانو له کورنۍ سره شریک کړل شي.

د بښنې نړیوال سازمان همدا راز ویلي، امریکا مجبوره ده چې د قربانیانو کورنۍ ته تاوان ورکړي.

امریکا له کابل هوایي ډګر د خپلو ځواکونو تر وتلو مخکې د اګست په ۲۹ مه پر یوه کور د ډرون برید وکړ چې د لسو په شاوخوا کې ملکي وګړي او د یوې کورنۍ غړي یې و وژل.

په لومړي سر کې امریکا ویل چې په برید کې یې هغه موټر په نښه کړی، چې داعش په کې د برید پلان درلود خو پرون یې دفاع وزارت ومنله، چې برید پر ملکي وګړو شوی او ۱۰ تنه په کې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي