په اسلام اباد کې د مولانا عبدالعزیز په مشرۍ له ۵۰۰ ډېرو دیني عالمانو په یوه خوله د پاکستان د پوځ او پولیسو د جنازو کول حرام وبلل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني دیني عالمانو په اسلام اباد کې د حفصه مدرسې دپاسه د اسلامي امارت سپین بیرغ هم پورته کړی دی.
د پاکستان جیونیوز تلوېزیون په خپل وېب سایټ لیکلي، له دې امله پولیسو د مولانا عبدالعزیز پر ضد مقدمه درج کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، پولیسو د مولانا او د حفصه مدرسې د منتظمینو پر ضد پولیسو ته د ګواښونو، غیر قانوني وسله ګرځولو، د خلکو پارولو او وېرې و وحشت خپرولو تورونه لګول شوي دي.
جیو نیوز وايي، کله چې د اسلام اباد پولیس د حفصې مدرسې له سر نه د اسلامي امارت د بیرغ راښکته کولو لپاره ورغلل، مولانا عبدالعزیز ورته ګواښونه وکړل او لعنت یې پرې وویل.
د سرچینې په وینا مولانا عبدالعزیز پولیسو ته دا هم و ویل، چې پاکستاني طالبان را روان دي، ژر به ستاسو حشر وکړي.
د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو هم تېره ورځ اعلان کړی وو چې تر هغه به خپل جهاد ته ادامه ورکوي، تر چې پاکستان کې اسلامي شریعت نافذ شي.
دوی د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر هغه غوښتنه هم رد کړه، چې که طالبان سوله وکړي، دوی عفوه ورته کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل