۰

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د خبرو لپاره هند ته ځي

یکشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
ټاکل شوې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود په یوه بېړني سفر هند ته لاړ شي تر څو د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د خبرو لپاره هند ته ځي
ټاکل شوې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود په یوه بېړني سفر هند ته لاړ شي تر څو د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی السعود نن شپه ناوخته نوي ډيلي ته ځي او هلته به له خپل هندي سیال جي ایس شنکر او لومړي وزیر نریندرا مودي سره وګوري.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر به له هندي چارواکو سره تر لیدنې وروسته نیویارک ته ولاړ شي.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې له هندي چارواکو سره به د افغانستان په اړه السعود څه فوري مشورې وکړي.

خو هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، هند به له سعودي عربستان نه وغواړي، چې باید پاکستان پرې نه ښودل شي چې په افغانستان کې خپله اجنډا پرمخ یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي