د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم پر امریکا او نړیوالې ټولنې غږ کړي، چې د افغانستان کنګل شوې اسعاري زېرمې د ازادې کړل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین چې پرون جمعه د وږي ۲۶ مه د شانګهای غونډې ته وینا کوله، خبرداری ورکړ، چې که دا زېرمې آزادې نه شي، نو د افغانستان اوسني واکمنان به د نشه يي توکو او وسلو د کاروبار له درکه د پیسو تر لاسه کولو ته اړ کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان په خزانه کې د پیسو کموالی ممکن د دغه هیواد نوي چارواکي د مخدرو موادو او وسلو کاروبار ته وهڅوي.
د روسیې ولسمشر پر امریکا او نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د افغانستان اسعاري زېرمې دې په تدریجي ډول آزادې کړي.
د پوتین په وینا، طالبانو رسماً اعلان کړی چې له مخدرو موادو او نورو جرمونو سره مبارزه کوي خو وبه کتل شي چې دوی څه کوي.
د یادونې ده، چې په دغه غونډه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف هم د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
باید و ویل شي، چې د امریکا له وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم امریکا د افغانستان څه باندې ۹ میلیارد ډالر پانګه کنګل کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل