۰

خلیلزاد: اشرف غني په تېښتې کولو د واک د لېږدل بهیر ګډوډ کړ

پنجشنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۳
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور پورې کړ، چې د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده په وتلو سره د واک د لېږد بهیر ګډوډ کړ.
خلیلزاد: اشرف غني په تېښتې کولو د واک د لېږدل بهیر ګډوډ کړ
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور پورې کړ، چې د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده په وتلو سره د واک د لېږد بهیر ګډوډ کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد له برېتانوی فاننشل ټایمز ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې دا تور هم پورې کړی، چې افغانان خپله په دغه هېواد کې د رامنځ ته شوي وضعیت مسوول دي.

دی وايي، دا چې افغان لوري خبرو ته حاضر نه شول او یو طرف ( د افغانستان حکومت) سقوط وکړ نو ځکه امریکا د دغه پېښو مسووله نه ده.

دی وایي، له هېواده د اشرف غني تېښته د دې لامل شوه، چې واک په سمه توګه انتقال نه شي او طالبان کابل ته داخل شي.

نوموړي ویلي، د هغه طرحې پر اساس چې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وړاندې پرې توافق شوی و دا وه، چې په راتلونکي حکومت تر یوه توافق پورې محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه په خپله څوکۍ باقي پاتې شي.

خلیلزاد وایي، که څه هم طالبان د کابل دروازو ته رسېدلي و، خو توافق پرې دې شوی و، چې د یوه حکومت پر سر تر جوړجاړي پورې کابل ته داخل نه شي.
 
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، هېڅ وخت یې دا تصور نه کړیو چې محمد اشرف غني به له کابل څخه تېښته کوي.

نوموړي ویلي، د ښاغلي غني په تګ سره کابل کې توظیف شوي امنیتي ځواکونو دنده پرېښوده او دا د دې سبب شو، چې طالبان کابل ته ننوځي.

خلیلزاد وايي، په دغه وخت کې طالبانو موږ ته و ویل، چې د کابل د امنیت د تامنین مسوولیت تاسو پر غاړه اخلی، ایا په دې پوهېږۍ چې هلته به څه وشي، خو موږ نه شوای کولی، چې د کابل د امنیت مسوولیت واخلو.
 
دغه امریکايي دیپلومات هغه راپورونه هم رد کړل، چې ګڼې واشنګټن ضمني یا صریحآ د اګست په ۱۵ مه اجازه ورکړې وه، چې ارګ ونیسي.

خلیلزاد د امریکا په ۲۰ کلنه جګړه کې چې پای یې د حکومت پر سقوط راوڅرخېده خپل رول ښه وباله او هغه څه یې ناسم وبلل چې خلک وايي، پړه پر خلیلزد کې وه.

دی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې اکثریت افغانان او یو شمېر امریکايي قانون جوړونکي او سیاسیون د افغان سولې او افغانستان په اړه د خلیلزاد په رول کلکې نیوکې کوي او وايي، نوموړی په خپله دنده کې بشپړ ناکام و او باید له دندې لرې کړای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي