طالبانو د پخوانیو چارواکو له کورونو څخه تر لاسه کړي ۱۲.۳ میلیون ډالر او یوه شمېر د سرو زرو خښتې مرکزي بانک ته سپارلې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو دغه پيسې او سره زر پرون چهارشنبې د وږي ۲۴ مه مرکزي بانګ خزانې ته سپارلې دي.
مرکزي بانک هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې طالبانو ۱۲۳۶۸۲۴۶ امریکایي ډالر او یوه اندازه د سروزرو خښتې مرکزي بانک ته سپارلې دي.
د دغه پیسو او طلا د سپارلو پر مهال طالب چارواکو و ویل، چې دوی په ټولو برخو کې شفافیت او د فساد مخینوي ته پوره پوره ژمن دي.
دوی ویلي، چې د پخوانیو حکومتي چارواکو څخه تر لاسه شوي هر څه یې د مرکزي بانک خزانې ته سپارلي دي.
طالبان وايي، دغه پیسو څخه ډېرې د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له کور څخه تر لاسه کړي دي، خو د امرالله صالح یوه ویاند دغه څرګندونې رد کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل