۰

ټایم مجلې د سږ کال په ۱۰۰ اغېزناکو شخصیتونو کې ملابرادر شامل کړی

پنجشنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۵
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړی مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د ټایم مجلې د ۲۰۲۱ کال د سلو اغېز شیندونکو شخصیتونو په کتار کې شامل دی.
ټایم مجلې د سږ کال په ۱۰۰ اغېزناکو شخصیتونو کې ملابرادر شامل کړی
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړی مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د ټایم مجلې د ۲۰۲۱ کال د سلو اغېز شیندونکو شخصیتونو په کتار کې شامل دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملابرادر، چې د طالبانو د قطر د دفتر ريیس و، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې په خبرو کې د رول لوبولو په خاطر مهم شخصیت بلل شوی دی.

نوموړی له ملامحمدعمر اخوند سره یوځای د طالبانو د تحریک له بنسټګرو څخه دی.

ښاغلی برادر د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو د موقت حکومت لومړی مرستیال وګومارل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي