۰

اروپايی ټولنې له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ

چهارشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۵۰
 د اروپايي اتحادیې مشرې اورسلا فون دیرلاین وايي، د دې ټولنې۲۷ غړي هېواد له افغانانو سره ولاړ دي او ژمنه کوي چې افغانستان ته به بشري مرسته زیاته کړي.
اروپايی ټولنې له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ
 د اروپايي اتحادیې مشرې اورسلا فون دیرلاین وايي، د دې ټولنې۲۷ غړي هېواد له افغانانو سره ولاړ دي او ژمنه کوي چې افغانستان ته به بشري مرسته زیاته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن دیرلاین دغه څرګندونې نن چهارشنبې د وږي ۲۴ مه د اروپايي کمیسیون مشرې د اروپايي اتحادیې د غړیو دولتونو ملتونو ته په کالنۍ وینا کې کړې دي.

نوموړې ویلي دوی باید هلته (افغانستان) کې د پراخې لوږې او بشري ناورین د حقیقي خطر د مخنیوي لپاره هر هغه څه وکړي چې ممکنه وي.

مېرمن دیرلاین زیاته کړې«موږ به خپله برخه واخلو، موږ به افغانستان ته بشري مرسته تر ۱۰۰ ملیون یورو پورې زیاته کړو.»

دا نوې ژمنه وروسته له دې کېږي چې اروپايي کمېسیون مخکې لا د سږ کال لپاره افغانستان ته بشري مرستې څلور برابره ډېرې کړې او ۲۰۰ ملیون یورو  ته یې رسولې وې.

فوان درلاین وویل، اروپايي اتحادیه په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان د ملاتړ لپاره نوی پراخ پکېج چمتو کوي.

د اروپايي ټولنې له خوا د افغانستان سره د ۱۰۰ میلیون یورو مرستې اعلان پر داسې مهال کېږي، چې نړیوالې ټولنې هم د جینوا کنفرانس کې له افغانستان سره د بشري ناورین د مخینوي په خاطر د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستې اعلان کړی دی.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي