د افغانستان د اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، په نېږدې راتلونکې کې به افغانستان د یوه پیاوړي او منظم پوځ څښتن شي.
د جمهور آژانس د له مخې لوی درستیز چې نن چهارشنبې د وږي ۲۴ مه کابل کې یوې غوندې ته لنډه وینا وکړه و ویل، چې دوی به داسې یو پیاوړی او منظم پوځ جوړ کړي، چې له خپلې خاورې په بشپړه توګه دفاع او ساتنه وکړي.
نوموړي په ورته وخت دا هم و ویل، چې نور به هېچا ته اجازه ورنه کړل شي، چې د افغانستان د خلکو ارامښت او امنیت ګډوډ کړي.
ده زیاته کړه«له دې وروسته هېڅ کس ته د قومیت، عصبیت، مقاومت، له ۲۰ کلنو لاس ته راوڼو د ساتنې او امریکايي دیموکراسی په نوم اجازه ورنه کړل شي، چې د خلکو امنیت اخلال کړي.»
د پوځ مشر قاري فصیح الدین خبرداری ورکړو چې له اخلال ګرو او هغه کسانو پر وړاندې، چې هڅه کوي، د خلکو امنیت خراب کړي، جدي اقدامات وشي او وبه ځپل شي.
د طالبانو لوی درستیز پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو څخه وروسته د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود سر راپورته کړ او د طالبانو پر ضد یې د مقاومت دویمه جبهه پرانسته.
دوی څو ورځې په پنجشېر کې د طالبانو پر وړاندې سخت جګړې وکړې، خو وروسته یې ماته وخوړه او پنجشېر په مکمل ډول د طالبانو لاس ته ولوېده.
جمهورخبري آژانس:کابل