د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونې کې ویلي، د بندیزونو د لرې کولو لپاره طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي، که نور به هم پرې ولګول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن وایي، دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي او ټولشموله حکومت غوښتونکي دي او طالبان له نړیوالو سره یو لړ ژمنې لري چې باید عمل ورباندې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، امریکا هغه وخت پر طالبانو اوسني بندیزونه لرې کوي، چې دوی یې د بشري حقونو، مېرمنو د حقونو او ټولشموله حکومت د جوړولو په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې امریکا باید ژر تر ژره بندیزونه لرې کړي او خپلې ژمنې عملي کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل