۰

د ترکیې جرمني ولسمشران پر افغانستان غږېدلي دي

چهارشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۷
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل الماني سیال فرانګ والټر شټاین مایر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د ترکیې جرمني ولسمشران پر افغانستان غږېدلي دي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل الماني سیال فرانګ والټر شټاین مایر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې تلېفوني مکالمه له افغانستان د پناه غوښتونکو په اړه بحث شوی او د ترکیې ولسمشر ویلي، ترکیه له افغانستانه د پناه غوښتونکو د بلې احتمالي څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره نور ظرفیت نه لري.

ښاغلي اردوغان ویلي، جرمني او د اروپايي ټولنې نور هېوادونه باید د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره مرسته وکړي چې دوی هم د افغان پناه غوښتونکو د ستونزې بار ته اوږه ورکړي.

ترکیه چې له وړاندې یې د خپل ګاونډي هېواد سوریې ۳ میلیونو او ۷ لکو کډوالو ته پناه ورکړې، له افغانستانه د طالبانو له ډاره د پناه غوښتونکو د بلې څپې به اړه اندېښنه ښوولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي