۰

امریکا: افغانستان نور د لومړی درجه ګواښونو په لېست کې نه دی

چهارشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۹
امریکا وایي له دې وروسته افغانستان د دوی ملي امنیت ته د متوجه خطرونو د لېست په سر کې نه دی.
امریکا: افغانستان نور د لومړی درجه ګواښونو په لېست کې نه دی
امریکا وایي له دې وروسته افغانستان د دوی ملي امنیت ته د متوجه خطرونو د لېست په سر کې نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د ملي اطلاعاتو مدیرې آورېل هینز په تازه څرګندونو کې ویلي له دې وروسته افغانستان نه بلکې ځينې نور هېوادونه د امریکا ملي امنیت ته خطر دي.

نوموړي زیاته کړې، اوس لومړی درجه خطر د امریکا او نړۍ لپاره داعش ډله ده چې د تصور پر خلاف په افغانستان کې هومره نه خو په یمن، سومالي، عراق او سوریه کې فعالیت لري.

هغې زیاته کړې امریکا به له دې وروسته پر دغه خطرونو تمرکز وکړي او هڅه به کوي خپل ملي امنیت ته متوجه خطرونه له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي