د قطر د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د نوي حکومت له مشرانو سره تر کتنې وروسته ویلي، دوی له طالب چارواکو د ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شیخ عبدالرحمان الثاني پرون دوشنبې د وږي ۲۲ مه له خپل فرانسوي سیال ژان ایو لودریان سره دوحه کې د یوې خبري ناستې پر مهال دا څرګندونې کړې دي.
نوموړي ویلي، له طالبانو یې غوښتنه کړې چې د ښځو د حقونو په ګډون د افغانانو د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې باید خوندي وي.
دی وايي، ده طالبانو ته د قطر په ګډون د ګڼو اسلامي هېوادونو مثال ورکړ چې ښځې په کې د اسلام په چوکاټ کې خپل حقونه لري.
په ورته وخت د قطر د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې لا ډېر وختي دی چې دوحه دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
جمهورخبري آژانس:کابل