قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي، ترکمنستان افغان سوداګرو ته جرمانه معاف کوي او خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وردګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې طالب چارواکو د ترکمنستان له چارواکو سره لیدلي دي.
نوموړي زیاته کړې، د ترکمنستان چارواکو سره په خبرو کې پر دې موافقه شوې چې په کومو افغان سوداګرو، چې په ترکمنستان کې د سرحد بندېدو له کبله جرمانې راغلي دي، هغه به ورته معاف کېږي.
ښاغلي نعیم دغه راز لیکلي، چې ترکمنستان له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو د دوام او پراختيا ژمنه هم کړې ده.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې د ترکمنستان د سرحد بندېدو له کبله افغان سوداګرو ته څومره جرمانه رسېدلې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل