د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي، ویلي پاکستان به له دې وروسته هېڅکله هم او په هېڅ صورت په پردیو جګړو کې ځان ښکېل نه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې معید وايي، پاکستان پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د هېڅ هېواد کیمپ ته داخل نه شي او هېڅکله به داسې کړنې ترسره نه کړي چې نړۍ بیا ورته د ډو مور اصلاح وکاروي.
ډو مور هغه اصطلاح ده چې امریکا او نړیوالې ټولنې پاکستان ته د ترهګرۍ ضد اقداماتو لپاره کارولې ده.
یوسف ټینګار کړی دی چې دوی نور د ډو مور باب د تل لپاره تړلی دی او نور به چاته د دې اصطلاح د کارولو فرصت ورنه کړي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د کانګرس په یوه غونده کې تایید کړې، چې پاکستان په افغانستان کې له وسله والو سره همکاري کړې ده.
بلېنکن ټینګار کړي، چې پاکستان باید د اکثریت نړیوالې ټولنې سره د د غوتوقعاتو په پر ځای کېدو کې ځان برابر کاندي.
نوموړي ویلي د پاکستان پالیسۍ په ډېرو مواردو کې د امریکا لپاره زیان رسونکې وې او په ځینو مواردو کې د ګټو او ملاتړ لپاره وې.
جمهورخبري آژانس:کابل