۰

ازبکستان کې د افغان پیلوټه دوه نورې ډلې به هم عربي اماراتو ته انتقال شي

سی شنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۷
راپورونه وایي، د ازبکستان او امریکا د موافقې پر اساس به د افغان پيلوټانو دوه نورې ډلې هم له ازبکستان څخه متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شي.
ازبکستان کې د افغان پیلوټه دوه نورې ډلې به هم عربي اماراتو ته انتقال شي
راپورونه وایي، د ازبکستان او امریکا د موافقې پر اساس به د افغان پيلوټانو دوه نورې ډلې هم له ازبکستان څخه متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د همدې موافقې پر اساس وړمه ورځ د افغان پيلوټانو یوه ډله له ازبکستان څخه متحده عربي اماراتو وړل شوې وه.

باید و ویل شي، چې د محمد اشرف غني د حکومت له پرځېدو سره سم یو شمېر افغان پيلوټان او د هغوی د کورنیو یو شمېر غړي له چورلکو سره یو ځای اوزبکستان ته ولاړل.

که څه هم ویل کېږي طالبانو پر ازبکستان فشار راوړ، چې دغه پیلوټان او چورلکې بېرته دوی ته وسپاري، خو پیلوټانو نه غوښتل، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ولاړ شي.

دغه پیلوټان او د کورنیو غړي یې چې شمېر یې ۴۵۰ تنو ته رسېږي، وېره لري، چې افغانستان ته په تګ سره به طالبان له دوی سره تاوتریخوالی وکړي.

بل خوا امریکا هم پر ازبکستان فشار راوړی چې د افغانستان د اردو او هوايي ځواک هغه غړي افغانستان ته وانه ستوي چې ژوند یې په خطر کې وي.

د همدې فشار په پایله کې ازبکستان افغان پېلوټانو او د هغو د کورنیو غړیو ته اجازه ورکړې چې متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي