۰

متقي: له قطري چارواکو سره لیدنه له لاس ته راوڼو ډکه وه

دوشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۸
د بهرنیو چارو سمبالچاری وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، د قطر د بهرنیو چارو له وزیر له وروستی لیدنه ګټوره او له لاس ته راوڼو ډکه وه.
متقي: له قطري چارواکو سره لیدنه له لاس ته راوڼو ډکه وه
د بهرنیو چارو سمبالچاری وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، د قطر د بهرنیو چارو له وزیر له وروستی لیدنه ګټوره او له لاس ته راوڼو ډکه وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني پرون یکشنبې د وږي ۲۱ مه د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راعی او له دلته یې د نوي حکومت له مشرانو او پخوانیو چارواکو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د افغانستان سرپرست رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند، د کابینې غړي او همدا راز د قطر د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوی شامل وو، پر مهمو مواردو بحثونه شوي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي متقي ویلي، تر ډېره په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو او همدا راز د قطر هېواد پر ملاتړ بحثونه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، قطر ژمنه کړې چې له افغانستان سره به یې اړیکې لا پراخېږي او بشري مرستو ته به ادامه ورکوي.

افغان لوري له قطر هېواد مننه کړې چې د تل په څېر یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړې ده او تمه یې ښوودلې چې خپلې دا مرستې لا پسې پراخې او ډېرې کړي.

په ورته وخت د قطر ګلف ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې شیخ محمد له افغان خواوو سره په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت، د کابل د هوايي ډګر د فعالیت پر اړوندو پرمختیاوو او ټولو ته د سفر د ازادۍ د یقیني کولو په اړه خبرې وکړې.

دوی دغه راز له تروریستي ډلو سره، چې د افغانستان ثبات ګواښي د مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړ.

سرچینه وایي، الثاني له افغان چارواکو (ملا حسن اخوند) په کلکه وغوښتل چې د ملي پخلاینې لپاره له ټولو افغان خواوو سره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي