۰

یونان د افغان کډوالو د مخنیوي لپاره تدابیر نیسي

دوشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۰
د یونان لومړی وزیر کریاکاس میتستاکوېس وايي، هېواد یې د افغان کډوالو د احتمالي څپې د مخنیوي هڅې پیل کړې دي.
یونان د افغان کډوالو د مخنیوي لپاره تدابیر نیسي
د یونان لومړی وزیر کریاکاس میتستاکوېس وايي، هېواد یې د افغان کډوالو د احتمالي څپې د مخنیوي هڅې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون یکشنبې د وږي ۲۱ مه خبریالانو ته ویلي، اروپایي هېوادونه باید داسې فکر ونه ‌کړي چې د کډوالۍ په مخنیوي کې یوازې یونان بشپړ رول لوبولی شي.

نوموړي زیاته کړې، یونان هغو افغانانو ته پناه نه‌ ورکوي چې تازه ‌یې خپل هېواد پرېښی او د ناقانونه کډوالۍ هوډ یې کړی دی.

باید و ویل شي، چې یونان د کډوالو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر پوله کټارې او نور موانع هم جوړ کړي دي.

یونان د کډوالو څپې د مخینوي لپاره د تدابیرو نیولو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ګڼ شمېر افغانانو له هېواده وتلو ته مخه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي