۰

د خوړو نړیوال پروګرام: ۹۳سلنه افغان کورنۍ له لوږې سره مخ دي

دوشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۳
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې سخته لوږه مخ پر زیاتېدو ده او کابو ۸۱ سلنه افغان کورنۍ له لوږې سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام: ۹۳سلنه افغان کورنۍ له لوږې سره مخ دي
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې سخته لوږه مخ پر زیاتېدو ده او کابو ۸۱ سلنه افغان کورنۍ له لوږې سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډبلیو اېف پي په تېرو ۱۵ ورځو کې د تلېفون له لارې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یوه تر سره کړې او وايي، د لوږې زیاتېدو له امله ګڼو کورنیو د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره په ډېرو سختو کارونو لاس پورې کړی دي.

په دغه سروې کې ویل شوي، چې ۹۳ سلنه افغان کورنۍ کافي خواړه نه لري او ډېری کورنۍ د سختې ناچارۍ سره مخ او د ژوندي پاتې کېدو لپاره سخت حالات زغمي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د سیمه ایز مسئول مرستیاله انتیا ویب وايي، میندې او پلرونه یو وخت خواړه نه خوري او یاهم د لویانو پرځای یواځې ماشومانو ته ډوډۍ ورکوي اویا هم لږ خواړه خوري چې د بل وخت لپاره یې وسپموي.

نوموړي زیاته کړې، چې په هروڅلورو افغان کورنیو کې درې کورنۍ له دغو لارو چارو کار اخلي.

د یادونې ده، چې د جون د میاشتې په ۱۷ مې د ډبلیو اف پي د ترسره شوې سروې له مخې ۸۱ فیصده کورنۍ د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ وې.

خو په تازه سروې کې معلومه شوې چې د پخواني افغان حکومت له سقوط وروسته دغه وضعیت نور هم خراب شوی.

په سو تغذیې یا خوارځواکۍ اخته د ۲ میلیونو افغان ماشومانو په ګډون چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خاصې تغذیې ته اړتیا لري،۱۴ میلیون کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

سرچینه زیاتوي، د هېواد اقتصاد خراب دی، خلک وزګار دی او د خوړو د اخیستو لپاره پیسې نه لري، چې د آغلې ویب په وینا مهمه اندېښنه د ژمي له رارسېدو وړاندې د خوراکي توکو ترلاسه کول دي.

نوموړې ویلي«مونږ له وخت سره په سیالۍ کې یو، چې وکولی شو د واورې له اورېدو او د لارو له بندېدو مخکې اړو افغانانو ته اړینې مرستې انتقال کړو، که چېرې موږ وغواړو چې د روان عیسوي کال ترپایه خپل هدف ته ورسېږو، نولازمه ده چې ۹ میلیونو خلکو ته د نومبر د میاشتې تر پایه خواړه برابر کړو.»

دا وايي، دوی د ۲۰۰ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې او یو شمېر هېوادونو د دغې مرستې د کولو وړاندیز کړی، خو په وینا یې دوی اوس ډېره هڅه کوو چې د اکټوبر په میاشت کې د دغو توکو د زېرمو د خلاصیدو مخه ونیسي.

آغلې ویب وايي د اګست د میاشتې له نیمايي څخه یې د ټول هېواد په کچه د لسګونو زرو ماشومانو او میندو لپاره د چمتو شویو خوړو په ګډون ۶۰۰۰۰۰ زرو کسانو ته مغذي خواړه برابر کړي دي.

نوموړې زیاتوي، د نړیوالې ټولنې په مرستې سره به ډبلیو اف پي وکولی شي چې خوراکي توکي وپېري او مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، سراتېژیکو سیمو ته یې ولېږدوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي