د شعیه مذهب لسګونه استازو د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې د طالبانو په سرپرسته کابینه کې د مرکزي سیمو اوسېدونکو ته د ونډې غوښتنه وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی پرون یکشنبې د وږي ۲۱ مه له ښاغلي کرزي سره ولیدل او خپلې غوښتنې یې مطرح کړې تر څو یې طالبانو ته ورورسوي.
دا دویم ځل دی، چې د شعیه مذهب استازي او دیني عالمان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ګوري او دغه راز غوندې کوي.
تر دې وړاندې د شیعه ګانو دیني عالمانو له حامد کرزي سره په کتنه کې د افغانستان په کابینه کې شیعه ګانو ته د ونډې غوښتنه کړې وه.
د ښاغلي کرزي دفتر وايي، د افغانستان د مرکزي سیمو مشرانو او دیني عالمانو په هیواد کې د بشپړې سولې او ثبات د غوښتنې ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د طالبانو سرپرسته کابینه ژر تر ژره پراخه شي او د افغانستان ټول خلک ځان پکې وویني.
د یادونې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د نوي حکومت سرپرست کابینه اعلان کړه.
جمهورخبري آژانس:کابل