۰

سعودي عربستان وایي، د افغانستان د خلکو تر څنګ به ولاړ وي

یکشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۵۷
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان وايي، هېواد یې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی.
سعودي عربستان وایي، د افغانستان د خلکو تر څنګ به ولاړ وي
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان وايي، هېواد یې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي فرحان دغه څرګندونې نن یکشنبې د وږي ۲۱ مه کړې او ویلي یې دي، چې دوی د افغانستان حالت له نېږدې څاري.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ډاډ یې ورکړی، چې سعودي عربستان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی.

د یادونې ده، چې د محمد اشرف غني د حکومت له پرځېدو او طالبانو واک ته د رسېدو وروسته په لومړي ځل سعودي عربستان د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي