د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي، د قطر د هوایي شرکت په دوهمه چارټر الوتنه کې د کابل له هوایي ډګره د جرمني ۴۵ اتباع او د هغوي کورنۍ ایستل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند پرون شنبې د وږي ۲۰ مه ډي پي اې خبري آژانس ته ویلي، چارواکي په دې کار کوي چې د جرمني نور وګړي هم له افغانستانه وباسي.
د راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ د کابل له هوایي ډګره د قطر په لومړنۍ چارټر الوتنه کې د جرمني پنځلس اتباع ایستل شوي وو.
د تېرې میاشتې په پای کې د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو لپاره د امریکا او متحدانو د پوځي عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته د جرمني او امریکا په ګډون یو شمېر لویدیځ هېوادونه هڅه کوي چې خپل وګړي او له خطر سره مخ افغانان له افغانستانه وباسي.
د یادونې ده، چې د همدې کار د تر سره کولو لپاره د جرمني د دفاع وزیرې تازه ویلي، چې دوی باید د خپلو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستلو لپاره د طالبانو سره خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل