۰

جرمني د پاتې کسانو د ایستلو لپاره طالبانو سره خبرې کوي

یکشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۱
د المان دفاع وزیرې کرامپ کارن باور ویلي، جرمني له افغانستان د خپلو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستلو په خاطر باید له طالبانو سره خبرې وکړي.
جرمني د پاتې کسانو د ایستلو لپاره طالبانو سره خبرې کوي
د المان دفاع وزیرې کرامپ کارن باور ویلي، جرمني له افغانستان د خپلو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستلو په خاطر باید له طالبانو سره خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې ټینګار کړی، چې د پاتې کسانو د ایستلو لپاره اړینه ده، چې د اسلامي امارت سره خبرې اترې وشي.

مېرمن باور زیاته کړې، چې دا خبرې اړینې دي، خو په دې مانا نه دي، چې ګڼې جرمني طالبان په رسمیت پېژندلي دي.

که څه نوموړې د طالبانو له په رسمیت پېژندولو انکار نه کړی کړی، خو زیاتوي، څو پورې چې طالبان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، جرمني به یې په رسمیت ونه پېژني.

د جرمني دفاع وزیرې ویلي، که چېرته طالبان غواړي نړۍ یې په رسمیت وپېژني نو باید بشري حقونو، د ښځو حقونو او د بشر نورو بنسټيزو حقونو ته پوره درناوی وکړي.

د یادونې ده، چې د بشري حقونو، د ښځو حقونو، نورو بشري بنسټونو او په ټول کې د یوه ټولمنلي حکومت رامنځ ته کول هغه شرط دی، چې نېږدې ټولې نړۍ طالبانو ته وړاندې کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي