۰

ملګري ملتونه د کورینو بې ځایه شویو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي

شنبی ۲۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۴
د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې وايي، دوی به میلیونونه کورنیو بې ځایه شویو افغانانو سره د مرستو په موخه له طالبانو سره اړیکه ونیسي.
ملګري ملتونه د کورینو بې ځایه شویو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې وايي، دوی به میلیونونه کورنیو بې ځایه شویو افغانانو سره د مرستو په موخه له طالبانو سره اړیکه ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراندې پرون جمعه د وږي ۱۹ مه ترکیې ته د سفر پر مهال دا څرګندونې کړې او د نورو کډوالو تر څنګ یې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

نومړي ویلي، د ده ادارې تردې دمه بهر ته د تګ په نیت د افغانستان د سرحدونو پر لور د افغانانو د ورتګ نښې نښانې نه دي لیدلي.

خو ښاغلي ګراندې خبرداری ورکړ چې که د افغانستان وضعیت خراب شي دا وضعیت ښايي بدل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر ترکیه کې د یوې خبري ناستې پر مهال زیاته کړې، چې دوی تراوسه د افغانستان د سرحدونو خوا ته د خلکو د پراخ خوځون او نورو هېوادونو د هغو د ننوتلو د هڅو موارد نه دي لیدلي.

خو وايي، د داخلي بې ځایه شویو کډوالو سره د مرستې په خاطر به له طالبانو سره اړیکه ونیسي.

د یادونې ده، چې د تېرو شل کلنې په ځانګړي ډول د وروستیو جګړو له امله زرګونه کورنۍ په کور د ننه بې ځایه شوي، چې دا مهال په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي