د سیاسي چارو یو نامتو بریتانوي شنونکي او د پولیټیکس فیرسټ په نامه د مجلې بنسټګر مارکوس پاپادوپولوس وایي، ښايي امریکا او برېتانیا تر نورو ژر طالبان په رسمیت وپېژني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برېتانوي شناند ویلي، امریکا او بریتانیا هڅه کوي چې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه د نورو هېوادونو نظرونه معلوم کړي.
د هغه په وینا دا دوه هېوادونه دغه راز په دې کوشش کې دي چې د طالبانو په اړه عامه ذهنیت جوړ کړي او ښایي تر نورو هېوادونو وړاندې یې دوی په رسمیت وپېژني.
خو زیاتوي، امریکا او بریتانیا د دې کار په بدل کې له طالبانو څخه وغواړي چې په دغه هېواد کې د دواړو هېوادونو ګټې خوندي پاتې شي.
نوموړي ویلي، طالبان هم په دې پوهېږي چې ډېری هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې لري او ممکن د بهرنیانو له حضور پرته دغه ډله د بهرنیو هېوادونو له لوري د خپلو ګټو د تحقق پر سر له هغوی سره ستونزې جوړې نه کړي ځکه دا اصل د دوه اړخیزو اړیکو پاللو لپاره مهم دی.
جمهورخبري آژانس:کابل