۰

دیبورا لاینز: د افغانستان کنګل شوې پیسې باید ورپرېښودل شي

شنبی ۲۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۹
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دغه سازمان د امنیت په شورا کې له نړیوالو وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ورپرېږدي.
دیبورا لاینز: د افغانستان کنګل شوې پیسې باید ورپرېښودل شي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دغه سازمان د امنیت په شورا کې له نړیوالو وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ورپرېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د واکمنېدو سره سم امریکا او نړیوالو پر افغانستان بندیزونه ولګول او د افغانستان مرکزي بانک کابو د ۱۰ میلیارد ډالرو زېرمې یې کنګل کړي.

دغه کنګلتیا نه یوازې د طالبانو حکومت بلکې په ټول کې یې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي، چې د نړیوالو په وینا افغانان دا مهال له یوه بشري ناورین سره مخ دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز هم وايي، چې د افغانستان اقتصاد او ټولنیز نظام د بشپړ سقوط سره مخ دی او دغه هېواد ممکن څو نسله شا ته ولاړ شي.

نوموړې د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، د اقتصاد او ټولنیز نظم د بشپړه سقوط د مخنیوي لپاره یوې داسې لارې ته اړتیا ده چې پیسې ژر په داسې ډول ورکړل شي چې د طالبانو له لوري ورڅخه ناسمه استفاده ونه شي.

مېرمن لاینز ویلي«اقتصاد باید پرې ښودل شي چې څو میاشتې نور سا واخلي، طالبانو ته چانس ورکړل شي چې انعطاف وښيي، او دا ځل په رښتیا متفاوت چلند وکړي، په ځانګړي ډول د بشري حقونو، جنسیت، او له تروریزم سره د مبارزې له اړخه.»

په ورته وخت کې روسیې او چین چین د افغانستان د شتمنۍ د پرېښودو غوښتنه وکړه.

په ملګروملتو کې د چین مرستیال سفیر ګینګ شوانګ وویل، دا شتمني د افغانستان ده او باید د افغانستان لپاره ورڅخه کار واخیستل شي، نه دا چې له هغې د ګواښ او فشار د وسیلې په توګه استفاده وشي.

بل خوا عام افغانان او سیاسي شنونکي هم وایي، چې کنګل شوې پیسې باید پرېښودل شي، ځکه په وینا یې دا د طالبانو شخصي مال نه بلکې د افغانستان د خلکو مال دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي