۰

ملګري ملتونه: ۲۰۲۲ کال کې به افغانستان کې د بېوزلۍ کچه له ۹۵ سلنې لوړه شي

شنبی ۲۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۷
 ملګروملتو د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال تر نیمايی پورې به په افغانستان کې د بېوزلۍ کرښه د دغه هېواد د ټولو وګړو په سلو کې ۹۸ اعشاریه ۲ ته وغځېږي.
ملګري ملتونه: ۲۰۲۲ کال کې به افغانستان کې د بېوزلۍ کچه له ۹۵ سلنې لوړه شي
ملګروملتو د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال تر نیمايی پورې به په افغانستان کې د بېوزلۍ کرښه د دغه هېواد د ټولو وګړو په سلو کې ۹۸ اعشاریه ۲ ته وغځېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګروملتو پراختیايي ادارې د اسیا او اقیانوسیې د څانګې مشرې ګني وکناراجا په یوه اعلامیه کې ویلي، اوس په افغانستان کې د بېوزلۍ کرښه ۷۲ سلنه اټکل شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو واک ته رسېدو د افغانستان د تېرو شلو کلونو ثابت اقتصادي پرمختګ له خطر سره مخامخ کړی او دوی په افغانستان کې د انساني ناورین وړاندوینه کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم خبرداری ورکړی، چې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی.

نوموړي پر ملګرو ملتونو غږ کړي، چې د دغه بحران د مخنیوي لپاره باید له افغانستان سره مرستې وشي که نه یو بشري ناورین به دغه هېواد کې رامنځ ته شي.

د ملګرو ملتونو له خوا دا خبرداری پر داسې مهال ورکول کېږي، چې افغانستان کې بېکاري په بې سارې کچه زیاته شوې او ورسره خلک هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي