د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر رتنو مرسودي له طالبانو غوښتي، چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په جاکارتا کې د استرالیا له دفاع وزیر سره تر کتنې وروسته ویلي، دوی د افغانستان حالت په ځیر څاري.
نوموړي تمه ښودلې، چې افغانستان به د سیمې او نړۍ د ثبات د ګواښلو لپاره د تروریستی ډلو له لوري د ترهګرو د روزنځای په توګه نه کارول کېږي.
د دې تر څنګ دې ته په اشاره، چې د طالبانو له لوري په موقته کابینه کې، ښځو ته کومه چوکۍ په پام کې نه ده نیول شوې، له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونه رعایت کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل