۰

د طالبانو کابینې ته د امریکا غبرګون: په رسمیت پېژندنه کې یې بېړه نه لرو

پنجشنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۷
امریکا د طالبانو له لوري د نوي حکومت اعلان ته په غبرګون کې ویلي، دا یوه موقته کابینه ده او دوی یې په رسمیت پېژندنه کې بېړه نه لري.
د طالبانو کابینې ته د امریکا غبرګون: په رسمیت پېژندنه کې یې بېړه نه لرو
امریکا د طالبانو له لوري د نوي حکومت اعلان ته په غبرګون کې ویلي، دا یوه موقته کابینه ده او دوی یې په رسمیت پېژندنه کې بېړه نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، جېن ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، سپینه ماڼۍ بیړه نه لري، چې طالبان په رسمیت وپېژني.

خو په وینا یې له افغانستان د امریکایانو د را ایستلو لپاره به د طالبانو سره خبرې وکړي.

د طالبانو د کابینې په اړه د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، دا یوه سرپسته کابینه ده، چې پخواني او اوسني طالب جنیګالي په کې شامل دي.

دا وايي«موږ نه تایید کړې او نه موږ ویلي چې په رسمیت یې پېژنو. نه يې د پېژندنې لپاره کومه بېړه لرو ځکه له دې مخکې ډېر څه شته چې هغوی یې باید ترسره کړي. څه چې موږ یې کوو دا دي چې له هغوی سره تعامل وکړو ځکه هغوی اوس په افغانستان ولکه لري، څو امریکايي اتباع، د دایمي اقامې لرونکي او د اېس ای وي ویزو غوښتونکي له افغانستان راوباسو.»

سپینه ماڼۍ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې نن د امریکا په کوربتوب د نړۍ ۲۰ هېوادونه د افغانستان او د طالبانو د په رسمیت پېژندنې او نه پېژندنې په اړه غونډه وکړي.

ویل کېږي په دې غونډه کې به له افغانستان سره د مرستو په اړه هم خبرې وشي، ځکه د ملګرو ملتونو په وینا افغانستان کې خلک له اقتصادي بحران سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي