۰

جرمني:له طالبانو سره اړیکې ساتو، خو چلند ته یې ګورو

پنجشنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۰
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، هېواد یې طالبانو سره اړیکې ساتي خو دا چې وړاندې ورسره ځي او کنه د دغې ډلې په چلند پورې اړه لري.
جرمني:له طالبانو سره اړیکې ساتو، خو چلند ته یې ګورو
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، هېواد یې طالبانو سره اړیکې ساتي خو دا چې وړاندې ورسره ځي او کنه د دغې ډلې په چلند پورې اړه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ماس ویلي، دوی به له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتي خو په راتلونکې کې له هغوی سره د ګډ کار او اړیکو دوام د دوی په سلوک پورې مربوط دی.

نوموړي کومه کابینه چې د طالبانو له لوري په مؤقت ډول اعلان شوې ده بشپړه طالباني ده او نور هېڅوک پکې ځای نه لري.

خو هیله یې څرګنده کړې ده چې طالبان به په راتلونکې کې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي څو ټول افغانان پکې خپل ځان وویني.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې،جرمني به د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو اروپايي ټولنې او ځینې نورو هېوادونو هم د طالبانو له لوري په اعلان شوې کابینه نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې ټولشموله نه ده.

طالبانو دوه ورځې وړاندې د افغانستان د نوي حکومت کابینه اعلان کړه، چې مشري یې د دغه ډلې یو مهم غړی ملا محمد حسن اخند کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي