۰

 ازبکستان د موقت حکومت د اعلان هرکلی وکړ

پنجشنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۸
له چین وروسته ازبکستان هم په افغانستان کې د طالبانو له لوري د لنډمهال حکومت د جوړېدو هرکلی کړی دی.
 ازبکستان د موقت حکومت د اعلان هرکلی وکړ
له چین وروسته ازبکستان هم په افغانستان کې د طالبانو له لوري د لنډمهال حکومت د جوړېدو هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ازبکستان په افغانستان کې د یوه لنډمهالي حکومت د جوړېدا هرکلی کوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي«موږ هیله لرو چې دا پرېکړه به په افغانستان کې د یوه پراخ ملي تړن، د دایمي سولې او ثبات د ترلاسه کېدو پیلامه شي.»

د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت د افغانستان له نوي حکومت سره د رغنده دیالوګ او عملي علایقو لپاره چمتووالی وښود.

دا په داسې حال کې ده، چې چین هم د طالبانو د نوي حکومت د اعلان هرکلی کړی وایي، د تېرو څو ورځو انارشي یې پای ته ورسوله.

دغه راز چین له طالبانو سره د فوري ۳۱ میلیونو ډالرو په ارزښت د خوراکي او نورو توکو د مرستې اعلان هم کړی دی.

د یادونې ده، چې طالبانو وړمه ورځ نوی سرپرست حکومت اعلان کړي، چې مشري یې ملا محمد حسن اخند کوي او مرستیالان یې ملا عبدالغني برارد او ملا عبدالسلام حنفي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي