روسیه او هند پر افغانستان خبرې کوي

17 سنبله 1400 ساعت 10:14

ټاکل شوې د روسیې د ملي امنیت سلاکار له خپل هندي سیال سره وګوري او د افغانستان په اړه خبرې ورسره وکړي.


ټاکل شوې د روسیې د ملي امنیت سلاکار له خپل هندي سیال سره وګوري او د افغانستان په اړه خبرې ورسره وکړي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په یوه مکالمه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت د ارزولو په موخه د روسیې او هند د یوه ګډ پلټ فارم پر جوړولو هوکړه کړې وه.

په دې کې د روسیې او هند د ملي امنیت سلاکاران شامل دي او دوی به د سیمې وضعیت ارزوي.

هندي رسنۍ وايي، په نوې لیدنه کې به د افغانستان د وضعیت او احتمالي ګواښونو په اړه خبرې وشي او وروسته به د خبرو پایلې له رسنیو سره شریکې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، د افغانستان په اړه باید نړیوال کنفرانس جوړ شي او ټول هېوادونه دې پر ګډو ګټو بحثونه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142310

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142310/

جمهور
  https://www.jomhornews.com