هند: نړیوال باید د افغانستان په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي

16 سنبله 1400 ساعت 12:03

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په تازه څرګندونو کې پر نړۍ غږ کړی، چې باید د افغانستان په اړه سره راټول او یوې پرېکړې ته ورسېږي.


د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په تازه څرګندونو کې پر نړۍ غږ کړی، چې باید د افغانستان په اړه سره راټول او یوې پرېکړې ته ورسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جي شنکر ویلي، د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات لري او په دې تړاو باید نړیوال هم خپل دریځ روښانه کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې نړیوال باید سره راټول شي او پر ګډو ګټو دې بحثونه وکړي.

هند داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر اوسه یې په رسمي توګه د طالبانو د حکومت په اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی.

خو طالبان وايي، دوی له هند سره په خبرو بوخت دي او دغه هېواد ته یې روښانه کړې چې له افغان خاورې به هېڅ راز ګواښ دوی ته نه پېښېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142282

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142282/

جمهور
  https://www.jomhornews.com