د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي کابل ته د القحطاني د سفر مومخه د یوه ټولمنلي حکومت او کابل هوايي ډګر پرانستل کېدو لپاره د طالب مشرانو سره خبرې اترې کول دي.
راپورونه زیاتوي، چې ډاکتر القحطاني وايي دې بهیر کې د یوه بې پرې منځګړي په توګه قطر له ټولو لوریو سره خبرې کوي.
القحطاني ویلي، د اوس لپاره له طالبانو سره لومړیتوب د واک سوله ییز لېږد او د یوه داسې ټولشموله او ګټور حکومت په هکله خبرې دي چې د افغانانو خدمت وکړي.
د یادونې ده، چې قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربتوب کوي او تېر کال د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه په همدې هېواد کې وشوه.
د قطر ځانګړی استازی پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې ویل کېږي طالبانو هم د نوي حکومت د اعلانولو لپاره چمتوالی اعلان کړی او ډېر ژر به اعلان شي.
جمهورخبري: کابل