د امریکا د سنا جرګې غړي وايي، دوی به له افغانستان څخه د تخلیې ماموریت په تړاو د بایدن له ادارې سره حساب او کتاب وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا سنا مجلس کې د اقلیتونو مشر ټینګار کړی، چې له افغانستانه د تخلیې ماموریت په تړاو باید له امریکايي حکومت سره حساب وشي.
نوموړي ویلي، امریکا له افغانستان د امریکايي وګړو او نورو خلکو د تخلییې ماموریت په پوره بې پروایئ، بې احترامۍ او بې پلانه مخ ته وړی دی چې له مسوولینو سره یې حساب کتاب کېږي.
دی وايي،لسګونه امریکايي وګړي او امریکا ته د تګ لپاره د قانوني اسنادو لرونکي کسان لا هم په افغانستان کې پاتې دي خو د تخلیې مامورینو زرګونه داسې کسان لېږدولي چې هېڅ ډول اسناد نه لري.
دوی همدا راز وایي، دا ماموریت له ستونزو ډک و، تدابیر نه و نیول شوي چې له همدې امله د یوې چاودنې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.
امریکايي استازي وايي له نورو استازو سره به په ګډه د بایډن د ادارې د ځینو کړنو په اړه پرېکړه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل