روسیه:طالبانو رهبري شویو جاولین توغندي تر لاسه کړي دي

7 سنبله 1400 ساعت 10:16

د روسیې دفاع وزیر سرګي شایګو وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو رهبري شویو جاولین نومي توغندي تر لاسه کړي دي.


د روسیې دفاع وزیر سرګي شایګو وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو رهبري شویو جاولین نومي توغندي تر لاسه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شایګو زیاته کړې، طالبانو تر ۱۰۰ زیات دغه ډول توغندي تر لاسه کړي او دا هغه شمېرتوغندي دي، چې تر تر اوسه یې د اوکراین پوځ دومره نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې اوس اصلي ګواښ نشه يي توکي او په زیاته اندازه وسلې دي.

د روسیې دفاع وزیر زیاته کړې، چې امریکا تر ډېره پورې هغه وسلې چې په دقیقه توګه ځای پر نښه کوي، په افغانستان کې پرېښې دي.

دی وايي، دغه توغندي چې طالبانو تر لاسه کړي د ټانګ ضد رهبري شوي توغندي دي، چې د یوه مورچل، ودانۍ او یا هم یوې چورلکې په لوري هم توغول کېدای شي.

ویل کېږي دا داسې رهبري شوي توغندي دي، چې په اتوماتیک ډول خپله موخه پیدا کولی شي او وروسته یې له منځه وړي.

د امریکا پوځ د دغه توغندیو سیستم ته په کتو وايي، فیر یې کړه او د نور څه په فکر کې مه کېږه.

طالبانو او امریکا تر اوسه د روسیې د دفاع وزیر د دغه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142028

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142028/

جمهور
  https://www.jomhornews.com