هند له هېواده بهر افغانانو ته د وېزو پر ورکړه بندیز لګولی

4 سنبله 1400 ساعت 10:34

ځینې سرچینې د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله وايي، هند له هېواده بهر افغانانو ته د وېزو پر ورکړه بندیز لګولی دی.


ځینې سرچینې د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله وايي، هند له هېواده بهر افغانانو ته د وېزو پر ورکړه بندیز لګولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د هند حکومت د دې هېواد د وېزې د ورکړې لپاره ځینې نوي مقررات وضع کړي دي.

د راپورونو پر اساس یو له دغه مقرراتو دا دی، چې افغانان یوازې په الکترونکي وېزو کولی شي، چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

هند دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې ده چې په وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې ګوندې د یو شمېر افغانانو پاسپورټونه ورک شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له راتګ سره ډېری هېوادوال ځانونه خوندي نه بولي او هڅه کوي له هېواد بهر په یو نه یو ډول لاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141958

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141958/

جمهور
  https://www.jomhornews.com